د کندوز د ښاروالۍ مسوولینو په روان کال کې د ۲۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۵ پراختیايي پروژو د پلې کولو خبر ورکړی دی. د کندز ښاروال ګل نبي انس ویلي، چې په دې پروژو کې د سړکونو کانکرېټ کول، د پارکونو بیارغونه، د چوکونو جوړول او بیارغول شامل دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد شمېر پروژې د ښاروالۍ ریاست او یونپس دفتر په مالي ملاتړ پلې شوي دي.
































