د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د هېواد په څلورو زونونو کې به د کرنیز سکتور د معیاري کولو لپاره په نړۍوال معیار برابر کرنیز کمپلکسونه جوړ شي. د کرنې وزارت د مسوولینو په وینا د دې کمپلکسونو په جوړېدو سره به د هېواد کرنیز نظام صنعتي کړي، چې له دې سره به د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، تولید او نباتاتو د روغتیا په برخو کې خدمات وړاندې کولو تر څنګ به کروندګرو لپاره د کروندو د ښې پالنې په برخه کې هم معلومات ورکول کېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت زیاتوي، چې په دې ځمکو کې به په میلیاردونو افغانۍ پانګونه ترسره شي او همداراز به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
































