د کرکټ نړیوالې شورا په یوه تازه پرېکړه کې د توپ اچوونکو لپاره نوی قانون تصویب کړ. د دې قانون له مخې هر توپاچوونکی مکلف دی، چې د لومړي اور په پای ته رسېدو سره سم په ۶۰ ثانیو کې دننه ـ دننه توپ اچونې ته راشي. که چېرته له دوو اخطاریو وروسته بیا هم په ټاکلي وخت کې توپاچونې ته حاضر نهشي، نو سیالې لوبډلې ته به ۵ منډې د جریمې په بدله کې ورکړل شي. دغه قانون به د جون میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته په ټولو شلاوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو کې پلی شي.
































