د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، د افغان پانګوالو له لوري د صنعت، کانونو، او سوداګریزو چارو پر یو شمېر لویو پروژو پانګونې ډېرې شوې دي. نوموړی وايي، دمګړی هېواد په ټوله مانا امن دی او په وینا یې زیات شمېر پانګوالو په هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، دغه خونه هم هڅه کوي، چې په هېواد کې نورو پانګونو ته زمینه برابره کړي. له دې سره سم یو شمېر سوداګر وايي، بانکي محدودیتونه، د برېښنا کمښت او ځينې نور ورته نور مسایل هغه ننګونې دي، چې پانګوال ورسره مخ دي.
































