د کندهار امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د تېر یوه کال پرمهال د اورلګېدنې ۱۰۶ پېښې رامنځته شوي چې له امله یې نږدې ۴.۵ میلیونه افغانۍ زیان يې اړولی دی. د کندهار د امنیې قومنداني ویاند ویلي، د اورلګېدنې د یادو پېښو له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوې هم دي. د نوموړي په وینا، په دې موده کې یې د نږدې ۴۰میلیونه افغانیو د خسارې مخنیوی کړی دی. نوموړي ویلي، چې د اورلګېدنې ډېری پېښې د تېلو پلورنځیو، د صنعتي پارک کارخانو، د ګازو لویو ټانکرونو، شرکتونو، سوداګریزو مرکزونو او کورونو کې رامنځته شوي دي.
































