د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د هېواد یوه ملي سوداګر د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت کابل ښار کې د اړمنو هېودوالو لاسنیوي په موخه اوه زره ټنه پیاز او کچالو د بازار له بیې پر ټیټه بیه لیلام ته ورکړي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې دغه ۷ زره ټنه پیاز او کچالو تر راتلونکو ۷ ورځو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یو من کچالو په ۱۰۰ افغانۍ او یو من پیاز په ۱۵۰ افغانۍ وپلورل شي. له بل لوري بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدين عزيزي د دغه لیلام د پرانيستې مراسمو کې ويلي، چې په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې تر کنټرول لاندې دي او په دې برخه کې جوړ شوى کمېسيون د نرخونو څخه څارنه کوي.












