د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستاني لوري پر خوست او پکتیکا د تېرې شپې هوايي بریدونه غندلي دي. په دغو بريدونو کې پنځه ښځې او درې ماشومان وژل شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا ډول بریدونه د افغانستان پر حریم تېری دی او بدې پایلې به ولري چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په واک کې نه وي. هغه د پاکستان له نوي حکومت غوښتي، د څو پوځي جنرالانو د «بې باکو» کړنو له امله د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې نه کړي او دغه هېواد دې د خپلې بې وسۍ پړه پر افغان لوري نه اچوي.
































