بدخشان کې د هغه تاریخي اثر له قاچاق او پلور څخه مخنیوی شوی، چې ۳۳۴ کاله لرغونوالی لري. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور مشر ذبیح الله امیري ویلي، چې دغه اثر د ۹ متره په اوږدوالي، ۴۰ سانتي عرض او ۳۰۰ ګرامه وزن په درلودلو سره یو ځانګړی کاغذ دی، چې د طلا او لاجوردو له اوبو څخه په استفادې په کې له ادم ع څخه تر حضرت محمد ص پورې د پیغمبرانو شجره لیکل شوې ده. د نوموړي په خبره قاچاقچیانو غوښتل دغه اثر د هغه له ساتونکي څخه په ۴ سوه زره امریکایي ډالر وپېري او بهر یې قاچاق کړي. امیري زیاته کړې، چې لومړني معلومات ښيي، دغه اثر ۳۳۴ کاله پخوانی دی، خو د قدامت په اړه یې د لا ډېرو څېړنو لپاره به متخصیصنو ته راجع شي.
































