د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍکې د یو کرولا موټر او ټراکتور د ټکر له امله یو کس مړ شوی او درې نور سخت ټپیان دي. د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې په ټپیانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي. د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې د پېښې په تړاو د کرولا موټر چلوونکی نیول شوی دی. په ورته وخت کې د فراه رود ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مسوول ویلي، چې د یادې پېښې ټپيان یاد مرکز ته وروړل شوي وو، چې له لومړنۍ درملنې وروسته هرات ته ولېږدول شول.












