یو شمېر رسنیو د حکومتي سرچینو له قوله ویلي چې د روانې اګسټ میاشتې په شپاړسمه یا د اسد په ۲۶مه نېټه به د افغانانو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو پيل شي. بلخوا پرون د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي چې یوه اونۍ وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي. نوموړي په یوه مرکه کې د افغان حکومت له لوري د زندانیانو د خوشي کولو د پرېکړې هرکلی هم کړی دی او په وینا یې په لومړي پړاو مذاکراتو کې به پر ځینو مسایلو د بحث ترڅنګ د بل پړاو مذاکراتو پر ځای ځایګي هم خبرې کېږي. تر دې وړاندې ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر هم ویلي وو چې د طالب زندانیانو تر خلاصون درې ورځې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.
































