د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په روان کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د نږدې ۱۵ لویو کانونو تړونونه لاسلیک شوي دي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د څلور تر پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت د ۶۰ نورو کانونو تړونونه هم له کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي او هڅه کېږي، چې کانونه په راڼه او قانوني توګه را وایستل شي. بل لور ته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې باید د کانونو د تړونونو ورکړه د یوې روښانه تګلارې له مخې ترسره شي. دا مهال لویې پروژې لکه د مس عینک کان استخراج، ټاپي او د قشقري د نفتو استخراج له مهمو لویو پروژو دي، چې یوازې د قشقري د نفتو د استخراج چارې پیل شوې دي.
































