د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په کندهار کې د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د مقبرې د بیارغولو چارې بشپړې شوې دي. د احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره چې د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوهک سيمه کې موقعيت لري، د بیارغولو چارې یې درې مياشتې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پيل شوې وې چې اوس پای ته ورسېدې. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې د زرغونې انا مقبرې په بیارغونه ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له بودجې څخه ورکړل شوی دی.
































