د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي انډریاس سټفانسون تازه د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې له درېوو ورځو راهیسې یې د سرپرست حکومت په غوښتنه په افغانستان کې فعالیت درولی دی. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سرمنشي ټینګار کړی چې تمه لري، څو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه د نورو سازمانونو له لارې افغانانو سره په ځینو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په ۱۸ ولایتونو کې له اړمنو، په تېره ښځو، ماشومانو او معلولانو سره مرستې کولې.
































