د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره د مس عینک کان، آمو سیند نفتي حوزې او نور دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث او خبرې کړې دي. سرپرست وزیر ویلي، چې په امو سیند نفتي حوزه کې د چینایي شرکت له لوري دا مهال په ورځني ډول ۱۴۰۰ ټنه نفت استخراجېږي، چې د شلو نورو څاه ګانو په کېندلو سره به دغه کچه نوره هم لوړه شي. په دې کتنه کې دغه راز دواړو لورو د مس عینک کان او د یادې پروژې د پرمختګونو او لرغونو اثارو په اړه بحث او خبرې کړې، همداراز د مس عینک کان د چارو پر چټکتیا او عملي کار پیل په اړه هم وړاندیزونه او نظریات شریک شوي دي. په ورته مهال د چین سفیر ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې په بېلا بېلو برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره ښوونیز پروګرامونه جوړ کړي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت هم کولی شي خپل کارکوونکي دې ښوونیز پروګرام ته ور معرفي کړي.
































