د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمریت مسوولینو دغه ولایت ته د ۷ روسي سیلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د ګرځندوی آمریت مسوولینو ویلي، ۷ تنه روسي سیلانيانو پرون ننګرهار ته سفر کړی او د دغه ولایت له یو شمېر سیاحتي او تفریحي سیمو او تاریخي ابدو څخه یې لیدنه کړې ده. ورته مهال راغلو سیلانیانو هېواد کې د شته امنیت په شتون خوښي ښودلې او ویې ویلي یې دي، چې افغانستان د سیاحت لپاره غوره ځای دی.
































