د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي چې افغانستان په تېر مالي کال کې د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي. د یاد وزارت ویاند وايي، چې افغانستان په تېر ۱۴۰۲ مالي کال کې، د یو میلیارد ۸۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې د ۱۴۰۱ مالي کال په نسبت، ۶ سلنه کموالی ښيي. د نوموړي په وینا، د دغه کموالي تر ټولو مهم دلیل، د ډبرو سکرو د صادراتو د پام وړ کمښت دی. هغه ویلي، چې د هېواد د صادراتو زیاته برخه کرنیز محصولات دي چې پاکستان، هندوستان، عربي متحدو اماراتو، قزاقستان، چین، ایران، ترکیې، ازبیکستان، تاجکستان او امریکا ته ترسره شوي دي.
































