د هند د آی پي اېل کرکټ کورنۍ سیالۍ نن پیلیږي. دا لوبې چې ټاکل شوې په ۷۴ سیالیو کې ترسره شي، لومړی لوبه یی نن د هند په چینای ښار کې د رویال چیلنجرز او چینای سوپرکینګز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د هند په سږنیو کورنیو سیالیو کې راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد د ګجرات ټایټانز، نوین الحق د لکنو، فضل الحق فاروقي د سن رایزر حیدر اباد، محمد نبي د ممبی ایڼډینز، مجیب الرحمن او رحمان الله ګربز د کلکټه نايټ رایډرز په لوبډلو کې لوبیږي. دا لوبې د افغانستان پر وخت ماښام پيلیږي.











