د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې هڅه کوي په روان کال کې د افغانیو د ارزښت د لوړولو، د ترویج د پراختیا، هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا تر څنګ، د هېواد په کچه بانکي خدمتونو ته د هېوادوالو لاسرسي د پراختیا په برخو کې به نوي اقدامات ترسره کړي. دوی زیاتوي، چې تېر کال یې هېوادوالو ته برېښنايي بانکوالۍ د پراختیا په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړي. د افغانستان بانک مسوولین وايي، چې تېر کال ورته له لاسته راوړنو څخه ډک کال وو. د دوی په وینا په ۱۴۰۲ کال کې افغانۍ د سیمې د هېوادونو په پرتله یو له ثبات لرونکو کرنسیو څخه وه او د ۱۴۰۱ کال په پرتله یې د ډالر پر وړاندې ارزښت ۱۷.۸۲ سلنه لوړی شوی.
































