د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي مسکو کې د تېرې شپې برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو او د روسیې له حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. یوه ډله وسله والو تېره شپه د مسکو اړوند کراسنوګورسک سیمه کې د کنسرټونو په یو صالون برید وکړ چې له امله یې شاوخوا ۶۰ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.












