پکتیا کې د تندر لوېدو پېښه کې نهه تنه ټپیان شوي دي. د پکتیا ولایتي چارواکو ویلي، چې وړمه شپه د دغه ولایت په مېرزکې ولسوالۍ کې د تراویح لمانځه پر مهال پر لمونځکوونکو تندر لوېدلی. په دغه پېښه کې ۹ تنه ټپیان شوي چې د یوه تن حالت نازک ښودل شوی او د درمنلې په موخه کابل ته لېږدول شوي دی. د یادونې ده، له دې مخکې هم په ورته پېښو کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
































