په ننګرهار ولایت کې خلک د روژې په رارسېدو سره د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي، حکومت په ځانګړې ډول د ښاروالۍ مسوولین باید د خوراکي توکو بيې کنټرول کړي. د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولین د نرخونو د کنټرول په موخه د یوې کمېټې د جوړولو خبره کوي، چې وخت ناوخته د ښار په بېلابېلو سیمو کې نرخونه کنټرولوي. دوی همداراز وايي، چې د لسګونه قلمه موادو لپاره یې نرخ نامې هم ترتیب کړي او په هټیوالو یې وېشلي دي. د ښاروالۍ مسوولین وايي، که څه هم تر اوسه د احتکار له کومې قضیې سره نه دي مخ شوي، خو که څوک احتکار وکړي، پر وړاندې به یې جدي اقدامات ترسره شي.
































