د خوړو نړۍوال پروګرام د افغانستان څانګه وايي، چې یو شمېر ښځو ته یې د خیاطۍ له لارې کاري فرصتونه برابر کړي. دغه اداره وايي، هدف یې دا دی چې په افغانستان کې د ښځو بد اقتصادي حالت ته په کتو دوی ته کاري فرصتونه رامنځته کړي. دغه سازمان وايي، چې د داسې پروګرامونو هدف په افغانستان کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابرول او په اقتصادي برخه کې د دوی په پښو درېدل دي.
































