د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د راتلونکي ۶ میاشتني ماموریت لپاره د ۶۵۷ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده. دغه پروګرام په خپل نوي راپور کې ویلي، سږکال د افغانستان نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. په راپور کې ټينګار شوی چې د اړمنو کسانو بېړنیو اړتیاو ته د رسېدو په موخه باید یاده مرسته ډيره ژر ورسیږي.












