د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د پاکستان د حکومت لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ دوام به د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې قضیې ګړندۍ کړي. د دې ترڅنګ دغه سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ډلهییزه اېستنه ودروي او د بشري حقونو نړۍوال قانون سره سم دې د کډوالو حقونه خوندي کړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري. له بل پلوه پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل یوه خپور شوي راپور کې لیکلي، د پاکستان دولت د دغه هېواد پولیسو ته ویلي چې د افغان کارت لرونکو کډوالو د اوسېدو سیمې دې ژر تر ژره مالومې کړي.












