د سرپرست حکومت اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي مرستیال په حضور کې د خواف– هرات وسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو تړون د افغانستان وسپنې پټلۍ ادارې او ګاما ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو. خبرپاڼې زیاته کړې چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي او د شاوخوا دوه کلونو په ترڅ کې به په معیاري ډول بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې رییس، خواف – هرات د نړۍ يوه حلقوي پروژه او د وصل نقطه وبلله او د سيمې او نړۍ له هېوادونو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.