د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په پاکستان کې ۹ تنه افغان بندیان د پېښور له زندانونو ازاد او د وري په نهمه او لسمه نېټه هېواد ته راستانه شول. د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د اسنادو د نشتوالي له امله له تېرو درېیو میاشتو راهېسې په بند کې وو، چې له ازادېدو وروسته د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستانه شول. د دغه امریت په وینا، خوشې شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي. د دغه وزارت د یوه بل خبر له مخې، ۲۰۳ تنه افغان کډوال د وري په نهمه او لسمه نېټه د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته راستانه شول. له بل پلوه د کندهار د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۹ کورنۍ چې ۴۴ تنه کېږي په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
































