د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې د افغانستان په ۷ ولایتونو کې د جمعې ورځې د ورښتونو له کبله څه باندې ۱۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. دغې ادارې پرون ویلي چې د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه کورونه او کلیدي بنسټونه لکه پلونه او سړکونه هم سخت زیانمن شوي دي. په دغه راپور کې د انساني مرګ ژوبلې په باب معلومات نه دي ورکړل شوي. د دغو سېلابونو له امله په فاریاب، ننګرهار او دایکندي کې ډېر مالي زیانونه خلکو ته اوښتي دي.
































