د سمنګانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال د پاسپورټ مدیریت ۹۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حشمت الله رحماني ویلي چې د پاسپورټ مدیریت په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۳۴ زره ۹۶۶ ټوکه پاسپورټونو د وېش له درکه ۹۶ میلیونه ۸۷۴ زره ۲۵۰ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. رحماني زیاته کړې چې هغوی د پاسپورټ غوښتونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د اړوندو طرزالعملونو له مخې د هغوی کارونه په چټکۍ خلاصېږي.
































