په افغانستان کې د یونسکو د کلتوري څانګې مشر برنډون کاسار ویلي، چې دغه اداره به په راتلونکي کال کې د بامیانو ولایت د غلغلې او ضحاک تاریخي ساحې بیا ورغوي. ويل کېږي دغه مشر په باميانو کې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریيس سره هم خبرې کړې دي. د بامیانو د اطلاعات او کلتور رییس د یونسکو سازمان ته په دې برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی. د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان په پامیان کې له ۱۴ کلونو راهیسې فعالیت لري او څو بنسټیزې پروژې یې بشپړې کړې دي.
































