د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي چې پاکستاني ملېشو پر دغه ولایت تر راکټي بریدونو وروسته د تازه تحرکاتو په ترڅ کې د دغه ولایت پنځه ولسوالیو کې اغزن تار غځول پیل کړي. د سیمې د اوسېدونکو په خبره، د اغزن تار له امله د پنځه ولسوالیو ګڼې کورنۍ د کرښې پورې غاړې ته پاتې شوې دي. دوی زیاتوي چې پاکستاني ملېشو د پنځه ولسوالیو ډېری کلیدي سیمو کې اغزن تار لګولی دی. د یو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د پاکستاني ملېشو له لوري په افغان خاوره پرلپسې سلګونه توپونه ويشتل شوي، پنځه کیلومټره افغان خاوره يې لاندې کړې او له ۱۵ زياتو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې. د کونړ او پکتیکا ولایت اوسېدونکي افغان حکومت په بې پروایي تورنوي خو افغان چارواکي چوپ دي.
































