د نورستان د امنيې قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت په دوآب ولسوالۍ کې د ترافيکي پيښې له کبله ۸ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی. مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د دآوب ولسوالۍ په چټکچو سیمه کې د یو ډاټسن موټر د چپه کېدو په پښه کې شپږ تنه زخمیان او دوه ماشومان مړه شوي. د یادونې وړ ده، چې په نورستان کې ډيری پيښې د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي، چې له مرګ ژوبلې خالي نه وي.
































