د پکتیکا د ګومل فرعي سیندیزې حوزې ریاست اړوند د ګومل ولسوالۍ د اداول چکډېم چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د پکتیکا د ګومل فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وايي، چې په ګومل ولسوالۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۹۸۳ زره ۱۲۰ افغانیو په لګښت د ګومل اداوال چکډېم چې ۳۲.۵ متره اوږدالۍ ۵ متره لوړوالۍ او ۵ متره سور لري د غولو چارې یې پیل شوې دي. په یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر کسانو ته د دوو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.












