د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي افغانستان کې له اقتصادي بحران او پراخې بې روزګارۍ سره په ټول هېواد کې د خوار ځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه د تعذیې د یوې متخصصې زینب وېدیو خپره کړې چې په کې وايي ډېری کورنۍ چې دوی ته د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ له امله مراجعه کوي له اقتصادي پلوه کمزوري وي. د هغې په وینا، له پاکستانه د افغان کډوالو له راتګ سره د خوار ځواکه ماشومانو شمېر لا ډېر شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام وايي له خوار ځواکه ماشومانو سره د خوړو یو څه مرسته کوي خو د دوی مرستې وار دمخه د بودیجې د کمښت له امله محدودې شوې دي.











