د جوزجان په مردیان ولسوالۍ کې پر ۸.۱۵ کیلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې دي. د جوزجان د کډوالو چارو رییس ویلي چې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د (یو.ان.اچ.سي.آر) موسسې په مالي ملاتړ د ۲۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۸.۱۵ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو چارې بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک په رغولو سره په یاده برخه کې د ۲۴۰۰ کورنیو ستونزې حل شوې دي.
































