د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې تېر کال تر ۱۰۰ زره زیات کورني او بهرني سیلانیان بامیانو ولایت ته د سیاحت لپاره ورغلي او د دې ولایت له تاریخي ځایونو یې لیدنه کړې ده. د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، د دغو سیلانیانو له ډلې یې ۱۵۰۰ تنه بهرنيان دي. نوموړي د سیلانیانو د جذب لپاره د نویو پروګرامونو له جوړولو هم خبر ورکړی. په خبره یې، په پام کې لري چې بند امیر کې به د سیلانیانو لپاره مجلل هوټل جوړ او د برېښنا اسانتیاوې ورته برابرې کړي. نوموړي ویلي، د بند امیر د سړک جوړونې کارونه یې هم پيل کړي دي. بامیان د طبیعي او تاریخي ځایونو په درلودلو هر کال د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.












