د هرات ولایت د ګلران او انجیل ولسوالیو زلزله ځپلو کورنیو ته د صنعتکارانو په مالي مرسته جوړ شوي ۶۶ معیاري کورونه د هرات د والي او یو شمېر نورو ادارو د رییسانو له لوري وسپارل شول. د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون وياند احمدالله متقي وویل، چې تر اوسه په بېلابېلو زلزله ځپلو سیمو کې څه باندې ۴ زره کورونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به نږدې ۲ زره نور کورونه هم جوړ شي. ورته مهال د هرات د صنايعو او کانونو د خونې مشر حميدالله خادم وويل، چې دغه کورونه د دې ولایت د صنعتکارانو له لوري د ٣٠ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوي دي. اخوا د ګلران ولسوالۍ د سياه بدک کلي اوسېدونکي، چې له څو مياشتو بې کوره کېدو وروسته يې د کورونو کلي ترلاسه کړې خوښ دي او وایي چې اختر به په خپلو نویو کورونو کې ونمانځي.
































