د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو د ایستلو په اړه هر راز پرېکړه باید له دوی سره په تفاهم وکړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال دا غوښتنه پرون په کابل کې د پاکستان د سفیر له مرستیال او شارژدافېر جنید وزیري سره په کتنه کې وکړه. د کډوالواو بېرته راستنېدونکو چارووزارت له خبرپاڼې سره سم، مسلکي مرستیال د پاکستان ډیپلومات ته ویلي، د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او په دې اړه پرېکړې هم باید د دواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي او د یوه ګډ میکانیزم تر رامنځته کولو پورې دوی ونه ځورول شي.
































