په غزني ولایت کې د رمضان جام کرکټ سیالۍ چې د روژې میاشتي په ۱۲مه پیل شوې وې، نن د رییس کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی وو چې پای لوبې ته یې د رییس کرکټ کلب او مینوال زلمي لوبډلو لاره پیدا کړې وه. په پای لوبه کې لومړی ریسس کرکټ کلب لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۱۰ اورونو کې ۱۲۷ منډې هدف ورکړ. د یاد هدف په وړاندې د مینوال زلمي لوبډلې ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۷ منډو په توپیر وبایلله. د یادو سیالیو غوره توپ وهونکی وحیدالله اندړ، غوره بالر عیسی نعمان او غوره الراونډر مطیع الله فولاد ونومول شو. د غزني کرکټ امر عبدالودود پکتیال ورته سیالۍ د ځوان استعداد د موندو لو لپاره ګټوره وبللې وې ویل، هڅه یې دا ده چې ورته سیالۍ نورې هم په دغه ولایت کې برابرې کړي.
































