د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، د امريکا نړۍوالې پرمختيايي ادارې په مالي ملاتړ پکتیکا، جوزجان، بادغیس، نیمروز او پروان ولایتونو کې د ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو له لارې څه باندې ۸۰۰۰ کروندګر او مالداران روزي. دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د یاد پروګرام له لارې به کروندګر او مالداران د غوره تغذیې، څارویو روغتیا، او د څړځایونو ساتنې په برخو کې و روزل شي.
































