د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له پاکستانه ۲۳۱ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي دي. دغه کډوال د سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي. د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي د تورخم له لارې د وري ۱۸مه نېټه هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي. دغه وزارت وايي، په همدې نېټه بیا د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه کیږي په جبري ډول راستانه کړل شوي دي. کډوالو چارو وزارت ویلي، راستانه شوي کډوال تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د کډوالو نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي دي.
































