د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي، د افغان کډوالو دستونزو د هواري لپاره په روان ۲۰۲۴ کال کې ۶۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي چې ۴،۸ میلیونه کډوال په افغانستان کې ۲،۵ میلیونه کډوال په پاکستان او ایران کې دې پیسو ته اړتیا لري. د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته ګڼ شمېر افغانان د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول. خو پاکستان، ایران او ترکیې په ورستیو میاشتو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ساتلې چې په یادو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
































