د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ د تعرفې کمېټې د غړو په ګډون د بدیلو سوداګریزو لارو د پیدا کولو په موخه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، د بدیلو لارو لټون د لارو او بندرونو د تړل کېدو په معنا نه دي، بلکې سرپرست حکومت هڅه کوي چې خصوصي سکټور ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. دغه راز په دې غونډه کې د بدیلې لارې په توګه له چابهار بندر څخه د ښې ګټې اخیستنې په موخه د تعرفې کمېټې خپل ځانګړی او تخنیکي استازی معرفي کړی دی.
































