د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د زابل ولایت مېزانې ولسوالۍ په شیګان توکرک کلي کې د څه د پاسه ۵.۷ میلیونه افغانۍ په لګښت د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه بند د ۳۵ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په لوړوالي سره د ۱۶ زره ۵۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري. د دې بند په جوړېدو سره به د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو ذخيرې پیاوړې شي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورڅې وړاندې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم د هېواد په لسو ولایتونو کې د ۴۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۸ کوچنیو ذخیروي بندونو له جوړېدو او ګټې اخیستنې څخه خبر ورکړی و.
































