په کونړ ولایت کې پر نري رنځ د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. روغتیا پالان نرۍ رنځ یا توبرکلوز یوه ساري ناروغي بولي او د اخته کېدو لاملونه یې ناسمه تغذیه او ککړ چاپریال یادوي. د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین او روغتیا پالان وايي، په تېر کې د دغه ناروغۍ په اړه خلکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او له همدې امله په وروستیو کې پرې د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. مسوولین زیاتوي، تېر ۲۰۲۳ کال کې پر نري رنځ نږدې ۵۸۰ ناروغان له دوی سره ثبت شوي دي.
































