د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام، وایي، د نړیوال صندوق د بسپنې پرمټ یې د افغانستان په مختلفو برخو کې د روغتیایي جدي پاملرنې، پر پیاوړي کولو نږدې درې میلیونه ډالره لګولي دي. یاد پروګرام پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د ICU له واحدونو سره دا مرسته د دې لپاره شوې چې ناروغانو په تېره د کوید ـ ۱۹ ناروغانولپاره د حیاتي درملنې مسله یقیني شي. د (یو اېن ډي پي) په وینا،ICU په افغانستان کې مهم رول لوبوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د جګړو، طبیعي پېښو او د عامې روغتیا له بحرانونو څخه اغېزمنې شوي. د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام وایي، تراوسه په افغانستان کې د روغتیایي جدیي پاملرنې خدمتونه د عامې روغتیا په سیسټم کې بشپړنه دي شامل شوي او دا د دې سبب ګرځي چې سخت ناروغان د دغو خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اوږد واټن سفر وکړي.











