د روغتیا نړیوال سازمان وایي، له پاکستانه د شاوخوا شپږ لکه بې اسناده افغان کډوالو ستنېدا په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج د مخنیوي لاسته راوړنو ته یو ګواښ دی. د راپور له مخې په راغلو افغان کډوالو کې شاوخوا دوه لکه داسې ماشومان شته چې د پولیو واکسین نه دی ورته شوی. پولیو یا د ماشومانو فلج هغه ناروغي ده چې نوره نړۍ کې یې ریښې وچې شوي، خو افغانستان او پاکستان کې لا له منځه نه دی تللی. د روغتیا نړیوال سازمان دا اندېښنه داسې مهال ښيي چې د دوی په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ په سیمو کې د واکسیناتورانو ټیمونه خپل فعالیت کوي. افغانستان کې لا سږ کال د کومې مثبتې پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.
































