د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبدااللهیان د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر، فیصل مقداد سره په کتنه کې، اسراييل په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید مسوول ګڼلی دی. امیر عبداللهیان ویلي، د اسراييلو دغه ترهګریز برید یو ځل بیا ثابته کړه چې دغه رژیم هیڅ ډول نړۍوالو قوانینو او انساني ارزښت ته پابند نه دی. هغه زیاته کړې چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نه شي.
































