ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي، چې امریکا له افغانستانه په وتلو سره له خپلو افغان همکارانو سره خیانت وکړ. دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده، چې اوس کانګرس کولی شي د کډوالۍ د وېزو پروګرام پراخ کړي، ترڅو په افغانستان کې د واشنګټن همکاران هېر نه شي. دې ورځپاڼې د اپرېل د نهمې په سرمقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د دوو لسیزو جګړو په ترڅ کې له هغو افغانانو سره چې د دې ډلې د غچ اخیستو په اړه اندېښمن وو، ژمنه شوې وه چې امریکا ته به یې لېږدوي. د ورځپاڼې له نظره؛ په افغانستان کې د امریکا دغو سیمه ییزو همکارانو ته د کډوالۍ د ۱۲۰۰۰ ځانګړو وېزو د ورکړې تصویب یوازې کولی شي د دغو همکارانو پر وړاندې د امریکا د مسوولیتونو د عملي کولو یوه پلمه وي.
































