د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په بالیکسیر ښار کې پولیسو ۳۳ افغان کډوال نیولي دي. د مالوماتو له مخې نیول شوي پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لیږدول شوي او یو تن ترکیې ته د قانوني اسنادو پرته د کډوالو د لیږد د تنظیم په تور نیول شوی دی. په دوو نورو پېښو کې د دغه هېواد پوليسو اووه تنه افغان کډوال چې په اغره ښار کې په يوه موټر او په يوه بس کې پټ شوي وو، پېژندلي او نيولي دي. رسنیو ویلي، چې په دغو پېښو کې د دوو ایراني چلوونکو په ګډون پنځه تنه نیول شوي دي. د خبر ځاى د څرګندونو له مخې؛ په دې پېښه کې دوه ميله وسلې هم کشف او ضبط شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې په تېرو دوه نیمو کلونو کې لسګونه زره افغان کډوال د استوګنې له اجازې پرته نیولي او افغانستان ته یې استولي دي.
































