د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د اختر په لومړۍ ورځ ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلا بېلو ترافیکي پېښو له کبله ۴۲ تنه ټپیان شوي او یو بل تن مړ شوی دی. د دغه ریاست په خبره، چې د دوی له لوري په ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې ځانګړي تدابیر نیول شوي دي.
































